کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان په رباتک سیمه کې ناټو پورې مربوط د تیلو ټانکرونو اور اخیستې

افغان غږ آژانس(آوا) , 28 سرطان 1391 ساعت 12:06

د نوموړي په خبره په دې اورلګیدنه کې چې د سهار له درو بجو نه پيل شوې او لاهم دوام لري دوه موټر چلونکي هم ټپیان شوي.


راپورونه وایي، چې د سمنګان په رباتک سیمه کې ناټو پورې مربوط د تیلو ټانکرونو اور اخیستې دی.

د سمنګان د امنیې قومندان جنرال خلیل الله انداربي ازادۍ راډیو ته پيښه تائيد کړه او وایې، چې دا اتلس ټانکرونه کابل ته روان وو.

د نوموړي په خبره په دې اورلګیدنه کې چې د سهار له درو بجو نه پيل شوې او لاهم دوام لري دوه موټر چلونکي هم ټپیان شوي.

جنرال اندارابي وویل، چې د اور لګیدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم او په دې اړه څیړني دوام لري.

خو یو تن موټرچلوونکي ویلي چې دا اورلګیدنه د یوې چاودنې وروسته شوې ده .


د مطلب کود: 45427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45427/د-سمنګان-په-رباتک-سیمه-کې-ناټو-پورې-مربوط-تیلو-ټانکرونو-اور-اخیستې

آوا
  https://www.avapress.com