کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د افغانستان د قلمرو ۷۰سلنه برخه کې د طبیعي زېرمو سروې بشپړه کړې

افغان غږ آژانس(آوا) , 31 سرطان 1391 ساعت 9:32

دا زېرمې د کانونو په اوسني مارکېټ کې چې له اقتصادي پلوه د ودې په حال کې دی، ځانګړی اهمیت لري.


امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د افغانستان د قلمرو په سلو کې په اویا برخه کې د کانونو او طبیعي زېرمو سروې بشپړه کړې ده.

د امریکا د جیولوجیکي سروې د ادارې USGS ویاند الکس ډیماس Alex Demas له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، دې سروې چې د یوې نوې پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته شوې په افغانستان کې څلورویشت سیمې په نښه کړي چې د سرو او سپینوزرو، وسپنې او د نادرو اوسپنو پراخې زېرمې لري.

ښاغلي ډیماس وویل، دا زېرمې د کانونو په اوسني مارکېټ کې چې له اقتصادي پلوه د ودې په حال کې دی، ځانګړی اهمیت لري.

د امریکا د جیولوژیکي سروې دا سروې د امریکا د دفاع وزارت د سوداګرۍ او ثبات د عملیاتو د څانګې د کاري ډلې او د افغانستان د حکومت په غوښتنه ترسره کړې ده.




د مطلب کود: 45553

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45553/امریکا-د-افغانستان-قلمرو-۷۰سلنه-برخه-کې-طبیعي-زېرمو-سروې-بشپړه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com