کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزی: د افغانستان دکانونو په قانون کې باید د هېواد ملي ګټې په تمامه معنی خوندي واوسي

افغان غږ آژانس(آوا) , 2 اسد 1391 ساعت 19:13

پر دغه مسوده دې لا ډیر کار وکړي چې په نتیجه کې یې داسې یو جامع او قوي قانون رامنځته شي چې په هغه کې د اوس او راتلونکي مهال لپاره په تمامه معنی د افغانستان ملي ګټې خوندي و اوسي.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د وزیرانو شوراغونډې، د هېواد دکانونو د قانون د مسودې له څیړنې وروسته پریکړه وکړه چې پر دغې مسودې دې لا نور هم ډیرکار وشي او د لازیاتې غنامندۍ لپاره دې له ټولو قانوني پړاوونو څخه تیره شي.

د هېواد جمهوررئیس په دغه غونډه کې د عدلیې وزیر حبیب الله غالب او د نورو اړوندو ادارو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې پر دغه مسوده دې لا ډیر کار وکړي چې په نتیجه کې یې داسې یو جامع او قوي قانون رامنځته شي چې په هغه کې د اوس او راتلونکي مهال لپاره په تمامه معنی د افغانستان ملي ګټې خوندي و اوسي.

همدا راز د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې په داسې حال کې چې په ملي شورا کې د نورستان ولایت استازي هم حاضر وء، د امنیت، عامې روغتیا، پوهنې او د بیا رغونې په برخوکې د دغه ولایت د خلکو سیمه ایزې ستونزې او غوښتنې وڅیړل شوي او د حل لپاره یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وشوې.


د مطلب کود: 45715

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45715/حامدکرزی-د-افغانستان-دکانونو-په-قانون-کې-باید-هېواد-ملي-ګټې-تمامه-معنی-خوندي-واوسي

آوا
  https://www.avapress.com