دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 45715
حامدکرزی: د افغانستان دکانونو په قانون کې باید د هېواد ملي ګټې په تمامه معنی خوندي واوسي
پر دغه مسوده دې لا ډیر کار وکړي چې په نتیجه کې یې داسې یو جامع او قوي قانون رامنځته شي چې په هغه کې د اوس او راتلونکي مهال لپاره په تمامه معنی د افغانستان ملي ګټې خوندي و اوسي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د وزیرانو شوراغونډې، د هېواد دکانونو د قانون د مسودې له څیړنې وروسته پریکړه وکړه چې پر دغې مسودې دې لا نور هم ډیرکار وشي او د لازیاتې غنامندۍ لپاره دې له ټولو قانوني پړاوونو څخه تیره شي.

د هېواد جمهوررئیس په دغه غونډه کې د عدلیې وزیر حبیب الله غالب او د نورو اړوندو ادارو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې پر دغه مسوده دې لا ډیر کار وکړي چې په نتیجه کې یې داسې یو جامع او قوي قانون رامنځته شي چې په هغه کې د اوس او راتلونکي مهال لپاره په تمامه معنی د افغانستان ملي ګټې خوندي و اوسي.

همدا راز د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې په داسې حال کې چې په ملي شورا کې د نورستان ولایت استازي هم حاضر وء، د امنیت، عامې روغتیا، پوهنې او د بیا رغونې په برخوکې د دغه ولایت د خلکو سیمه ایزې ستونزې او غوښتنې وڅیړل شوي او د حل لپاره یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiaex.uqeivz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته