دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 74765
حامدکرزی: د انتخاباتو ترسره کېدل په هېوادکې د ولسواکۍ د ټینګښت یوازینې لاره ده
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د ځوانانو په هغه غونډه کې چې نن سهار د ملي راډیو ټلویزیون په تالار کې جوړه شوې وه ، د افغانستان خلکو ته په خطاب کې وویل، چې د رایې ورکولو د کارت اخیستل او د هغه استعمال د افغانستان په ثبات او د انتخاباتو په ترسره کولوکې ډیر مهم رول لوبولی شي، نو هرچېرې چې یاست د رایې ورکولو کارتونه واخلیء او په انتخاباتوکې ګډون وکړیء.
په دغه غونډه کې چې د مرکز او ولایاتو څخه پکې شاوخوا ۴۰۰ تنو ځوانانو ګډون کړی و، حامدکرزي د انتخاباتو ترسره کېدل د افغانستان په خیر وبلل او وې ویل، چې په هېواد کې د انتخاباتو ترسره کېدل د افغانستان د پیاوړتیا او په دې هېوادکې د ولسواکۍ د ټینګښت یوازینې لاره ده.
حامدکرزي ځوانان وهڅول چې په پوهنتونونو او پخپلو سیموکې خلک دې ته تشویق کړي، چې د رایې ورکولو کارتونه واخلي او په انتخاباتوکې ګډون وکړي.
ده، وویل زما لپاره به لوی ویاړ دا وي چې په هېواد کې انتخابات ترسره شي او د خلکو په رایه نوی جمهوررئیس وټاکل شي. که تاسو خپله رایه وکارویء او د خپلې خوښې وړ شخص وټاکی دا به زما کامیابي وي او که په انتخاباتوکې درغلي وشوه نو دا به زما ناکامي وي، نو ځکه زما به ټوله هڅه دا وي چې په هېوادکې سراسري او شفاف انتخابات ترسره شي.
جمهوررئیس وویل، چې د رایې ورکولو د کارت لرل واک دی، نو تاسو د خپل دغه واک د استعمال له لارې کولای شیء چې د هېواد نوی جمهوررئیس ، د ولسي جرګي او ولایتي شورا غړي وټاکیء.
حامدکرزي په هېوادکې موجودو ناامنیو ته د اشارې په ترڅ کې وویل سږکال د طالبانو په تروریستي فعالیتونو او ماین ایښودنوکې د هېواد د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو مرګ ژوبله ډیره ده، چې ډیر پرې خواشیني یو او له بلې خوا په همدې ډول د طالبانو تلفات هم ډیر شوي دي، چې د هغوی تلفات هم موږ ته د خواشینۍ وړ دي.

د هېواد جمهوررئیس د طالبانو د مشرانو کړنې وغندلې، وې ویل: د طالبانو مشران پخپله ښه ژوند لري خو د افغانستان بچیان د خپلې خاورې د ورانولو او د افغانانو د وژلو لپاره رالیږي.

حامدکرزي د طالبانو پر مشرانو غږ وکړ، چې له دې کار څخه لاس واخلي او د دغه هېواد ځوانان د خپلې خاورې پرخلاف استعمال نه کړي.
جمهوررئیس همدا راز په دې غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون څرنګوالي ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دغه تړون د افغانستان لپاره یوه ډیره مهمه او حیاتي مسله ده، د همدې لپاره افغانستان له امریکا سره پر هغه باندې په ډیر دقت کار کوي.
حامدکرزي وویل موږ د دغه تړون د لاسلیک لپاره بیړه نه لرو، بلکه غواړو هغه په ډیر دقت سره مطالعه او خپلې غوښتنې او شرایط پر امریکا ومنو.
حامدکرزي وویل چې په دغه تړون کې افغانستان ځانګړي شرایط لري، هغه دا چې که امریکا په افغانستان کې پوځي اډې غواړي نو په افغانستان کې به سوله او امنیت تضمینوي، د افغانستان امنیټي ځواکونه به سمبال او پیاوړي کوي، اقتصادي هوساینه به رامنځته کوي، د افغانستان ملي حاکمیت او دود دستور ته به احترام کوي، په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو شتون به د دغه هېواد د ملي حاکمیت د کمزورتیا سبب نه کیږي او امریکا به د افغانستان په چاروکې هیڅ ډول لاس وهنه نه کوي.
جمهوررئیس کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدو لپاره یو ځل بیا د لويې جرګې پر رابللو ټینګار وکړ، وې ویل، هېڅ حکومت په خپل سر له یوه هېواد سره دا ډول لویه معامله نه شي کولی دا پرېکړه باید د خلکو استازي وکړي، چې له امریکا سره امنیتي تړون وشي او کنه.
د دغې غونډې په پای کې یو شمېر ځوانانو د هېواد له جمهوررئیس څخه د هېواد د ځینو مهمو ملي مسلو په اړه پوښتنې وکړې چې د حامدکرزي لخوا ورته ځوابونه وویل شول.




سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnu9u.ak9t34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته