کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان او نړېوالو ځواکونو په کونړ کې د القاعده شبکې دوه غړي وژلي

دصدای افغان آژانس(آوا)-کابل , 15 اسد 1391 ساعت 17:47

″مفتي اسد″ چې په مفتي پنجابي، عبدالقدوس اوصوفیان هم مشهور وو، د جمعې په ورځ د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې په هوایي برید کې وژل شوي.


افغان او ایتلافي ځواکونو تایید کړه، چې په کونړ کې یې د القاعده شبکې یو مهم مشر او د هغه مرستیال وژلي دي.

د افغان اوایتلافي ځواکونو د ګډې قومندانۍ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ ″مفتي اسد″ چې په مفتي پنجابي، عبدالقدوس اوصوفیان هم مشهور وو، د جمعې په ورځ د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې په هوایي برید کې وژل شوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې مفتي پنجابي په ختیځ کې د القاعده شبکې مهم مشر وو او په همدې سیمو کې یې د دې شبکې فعالیتونه تنظیمول.

دغه راز په خبرکې دا هم ویل شوي، چې په ختیځ زون کې د القاعده شبکې مرستیال یوسف چې په عمر او ریحان هم مشهور و او د سړک غاړې د مین په جوړولو کې یې مهارت درلود هم وژل شوی دی.


د مطلب کود: 46387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46387/افغان-او-نړېوالو-ځواکونو-په-کونړ-کې-د-القاعده-شبکې-دوه-غړي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com