دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 46387
افغان او نړېوالو ځواکونو په کونړ کې د القاعده شبکې دوه غړي وژلي
″مفتي اسد″ چې په مفتي پنجابي، عبدالقدوس اوصوفیان هم مشهور وو، د جمعې په ورځ د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې په هوایي برید کې وژل شوي.
افغان او ایتلافي ځواکونو تایید کړه، چې په کونړ کې یې د القاعده شبکې یو مهم مشر او د هغه مرستیال وژلي دي.

د افغان اوایتلافي ځواکونو د ګډې قومندانۍ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ ″مفتي اسد″ چې په مفتي پنجابي، عبدالقدوس اوصوفیان هم مشهور وو، د جمعې په ورځ د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې په هوایي برید کې وژل شوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې مفتي پنجابي په ختیځ کې د القاعده شبکې مهم مشر وو او په همدې سیمو کې یې د دې شبکې فعالیتونه تنظیمول.

دغه راز په خبرکې دا هم ویل شوي، چې په ختیځ زون کې د القاعده شبکې مرستیال یوسف چې په عمر او ریحان هم مشهور و او د سړک غاړې د مین په جوړولو کې یې مهارت درلود هم وژل شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان آژانس(آوا)-کابل
https://avapress.com/vdcfemdj.w6dvcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته