کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښځو چارو وزارت د څلور دیرش ولایتونو د ښځو چارو رئیسانې را بللي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 اسد 1391 ساعت 13:16

دوې به په دې غونډه کې په ولایتونو کې د ښځو د ستونزو پر حل او د تاوتریخوالي د مخنیوي په لارو چارو به خبرې وکړي.


د ښځو چارو وزارت د څلور دیرش ولایتونو د ښځو چارو رئیسانې را بللې ترڅو د ولسمشر د پنځه څلویښتم نمبر فرمان په اړه خبرې وکړې.

جمهور رئیس دغه فرمان د دولتي ادارو د چارو د سمون او له فساد سره د مبارزې په هدف ورکړی دی.

د ښځو چارو وزارت څخه په خپره کړی اعلامیه کی راغلی، چې دوې به په دې غونډه کې په ولایتونو کې د ښځو د ستونزو پر حل او د تاوتریخوالي د مخنیوي په لارو چارو به خبرې وکړي.

د ښځو چارو وزارت داسې مهال د ولسمشر د فرمان د عملي کولو پر څرنګوالي خبرې کوي، چې د بشر د حقونو ټولنې وايي، په ځینو سیمو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي زیات شوی دی.


د مطلب کود: 46489

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46489/د-ښځو-چارو-وزارت-څلور-دیرش-ولایتونو-رئیسانې-بللي

آوا
  https://www.avapress.com