کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس حامدکرزي د ډنمارک دنوي سفیر باورلیک ومانه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1391 ساعت 16:18

هېواد جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د ډنمارک نوي سفیرد دواړو هېوادونو د اړیکو د
په باب خبرې وکړې.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ډنمارک د نوي سفیر ښاغلي نیلز
بوول ابراهامسن باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.



د باورلیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې پرځای شول، د هېواد جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د ډنمارک نوي سفیرد دواړو هېوادونو د اړیکو د
په باب خبرې وکړې.



حامدکرزي ښاغلي نیلز بوول ابراهامسن ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ډنمارک هېواد
دافغانستان د خلکو پخوانی دوست وباله او په تیرو کلونوکې یې له افغانستان سره
د دغه هېواد له همکاریو څخه مننه وکړه.



په مقابل کې د ډنمارک نوي سفیر ښاغلي نیلز بوول ابراهامسن د هېواد له جمهوررئیس
څخه د مننې په ترڅ کې له افغانستان سره د خپل هېواد د اوږد مهالو همکاریو په
دوام باندې ټینګار وکړ.



د مطلب کود: 46844

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46844/جمهوررئیس-حامدکرزي-د-ډنمارک-دنوي-سفیر-باورلیک-ومانه

آوا
  https://www.avapress.com