کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان ولسمشر په قبایلي سیمو کې د یوه محلي حکومت جوړېدل غواړي

د صدای افغان خبری آژانس(اوا) , 24 اسد 1391 ساعت 13:40


ازادی رادیو - د پاکستان ولسمشر په راتلونکې کال کې د هیواد شمال لویدیځو قبایلي سیمو لپاره د یوه محلي حکومت د جوړېدو خبره کړې ده.

اصف علي زرداري په خپلو څرګندونو کې چې د پاکستان د خپلواکۍ د ۶۶ کلیزې د مراسمو د مخه يې کړي، ویلي، چې په قبایلي سیمو کې جوړیدونکي محلي حکومت به د دغې سیمې د خلکو په خوښه او د هغوی له دودونو سره سم وي.

ولسمشر زراداري ویلي، دا ګام د هغو هڅو برخه ده، چې له مخې يې د قبایلي سیمې خلک باید د پاکستان د اصلي ټولنې د بهیر برخه شي.




د مطلب کود: 46893

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46893/د-پاکستان-ولسمشر-په-قبایلي-سیمو-کې-یوه-محلي-حکومت-جوړېدل-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com