کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دهېواد د ملي پولیسو ځواکونو ، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل

د صدای افغان خبری اژانس( آوا) , 25 اسد 1391 ساعت 11:59


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، تخار ، کندهار ، لوګر ، غزنی ، هلمند او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،دري تنه ټپیان او ۳۴ تنه یي د ملي پولیسو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه زیاده اندازه وسلۍ ، مهمات ، چاودیدونکې توکې او دوه موټر سایکلونه د هېواد د ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همداشان د هرات ولایت د ملی پولیسو منسوبانو تېره ورځ شاوخوا ۲:۳۰ دقیقې د تالاشی پر مهال د یاد ولایت د شینډنډ ولسوالې په مربوطاتو کې د یو تېلری ډوله موټر نه ۱۰ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه کشف او لاسته راوړی دي د یادې پیښې په تړاو دوه تنه هم نیول شوې دي.

د یاد ونې وړ ده چې د هېواد د ملی پولیسو منسوبانو تېره ورځ ۵ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو په موخه لغمان ، بغلان ، کندز ، بلخ او خوست ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل.


د مطلب کود: 46955

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46955/دهېواد-د-ملي-پولیسو-ځواکونو-۱۸-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com