کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې د یوه ماین چاودنې ۲ افغان پوځیان مړه او ټپیان کړل

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 6 سنبله 1391 ساعت 16:40


د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال دولت ځدراڼ وايي، تيره ورځ ناوخته د دې ولايت د سروضي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو يو سرتيري
هغه مهال مړ او بل ټپي شو چې په موتر يې د سړک د غاړي ماین وچاوديد.

دولت ځدراڼ وويل، امنيتي ځواکونو په سيمه کې د پيښي د عا ملينو په نيولو پسي پلټني پيل کړي؛ خو تر دې دمه څوګ نه دي نيول شوي.

طا لبانود پيښي مسووليت منلی دی.

بل خوا د خوست امنیتي مسوولین وایي، چې ایتلافي ځواکونو تیره شپه د صبرۍ په ولسوالۍ کې دوه تنه مشکوک وسله والو د عملیاتو پر مهال نیولي.

طالبانو د دې کسانو د هویت په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 47578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/47578/په-پکتیکا-کې-د-یوه-ماین-چاودنې-۲-افغان-پوځیان-مړه-او-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com