دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 47578
په پکتیکا کې د یوه ماین چاودنې ۲ افغان پوځیان مړه او ټپیان کړل
د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال دولت ځدراڼ وايي، تيره ورځ ناوخته د دې ولايت د سروضي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو يو سرتيري
هغه مهال مړ او بل ټپي شو چې په موتر يې د سړک د غاړي ماین وچاوديد.

دولت ځدراڼ وويل، امنيتي ځواکونو په سيمه کې د پيښي د عا ملينو په نيولو پسي پلټني پيل کړي؛ خو تر دې دمه څوګ نه دي نيول شوي.

طا لبانود پيښي مسووليت منلی دی.

بل خوا د خوست امنیتي مسوولین وایي، چې ایتلافي ځواکونو تیره شپه د صبرۍ په ولسوالۍ کې دوه تنه مشکوک وسله والو د عملیاتو پر مهال نیولي.

طالبانو د دې کسانو د هویت په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivwa5.t1ayy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته