کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دایکندي د امنیه قومندانۍ یو قومندان د وسله والو له خوا ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 سنبله 1391 ساعت 21:11

نوموړی د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د وسله والو په کمین کې ووژل شو او دوه تنه ساتونکي یې ټپیان شول.


د دایکندي د امنیه قومندانۍ د جلب او جذب قومندان شاه ولي نن سهار د کابل – دایکندي تر منځ پر لاره د وسله والو کسانو په حملې کې ووژل شو.

د دایکندي والي قربان علي اروزګاني آزادۍ راډيو ته وویل؛ چې نوموړی د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د وسله والو په کمین کې ووژل شو او دوه تنه ساتونکي یې ټپیان شول.

د ښاغلي اروزګاني په وینا د دایکندي پر دولتي کارکونکو تل د پروان پر لاره حملې کیږي.


د مطلب کود: 48350

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/48350/د-دایکندي-امنیه-قومندانۍ-یو-قومندان-وسله-والو-له-خوا-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com