کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر معارف بریدونه د هغه چا کار دی چې غواړي افغانان په تیارو کې پاتې شي او د نورو احتیاج وي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 میزان 1391 ساعت 7:07


 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د نوګرخېلو د لیسې پر مدیر انورالحق صاحب زاده تروریستي برید په کلکه وغانده.

د معارف وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د آرامۍ او سوکالۍ دښمنانو پرون له غرمې وروسته د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خواران سیمه کې د نوګرخېلو د لیسې پر مدیر انورالحق صاحب زاده تروریستي برید تر سره کړ او دی یې په شهادت ورساوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده، ویې ویل: د معارف پر ښوونکو او خدمتګارانو تروریستي بریدونه د هغه چا کار دی چې غواړي افغانان په تیارو کې پاتې شي او د نورو احتیاج پاتې شي.

ده زیاته کړه: د معارف او پوهنې دښمنان باید پوه شي چې په دغو تروریستي بریدونو سره نشي کولای زموږ خلک د بچیانو د تعلیم او روزنې په برخه کې له خپل ټینګ هوډ څخه په شا کړي.

حامد کرزی د انورالحق صاحب زاده کورنۍ او خپلوانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او دوی ته د لوی خدای ج له دربار څخه د جمیل صبر هیله کوي.


د مطلب کود: 50338

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/50338/پر-معارف-بریدونه-د-هغه-چا-کار-دی-چې-غواړي-افغانان-په-تیارو-کې-پاتې-شي-او-نورو-احتیاج-وي

آوا
  https://www.avapress.com