کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو په هلمند کې د درې ملکي وګړو پر وژنې خواشیني څرګنده کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 میزان 1391 ساعت 13:52


ناتو پرون د هغو درې ملکي وګړو پر وژنې خواشیني څرګنده کړه، چې د تیرې یکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیاتو په مهال وژل شوي و.

د هلمند چارواکو ویلي و، چې د ناتو په هوایي بمباری کې دوه هلکان او یوه نجلۍ وژل شوي و.

ناتو په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې دا پیښه د هوایي بمبارۍ له امله نه ده رامنځ ته شوې، خو په دې اړه یې چې دغه ملکیان په څه ډول وژل شوي، زیات جزیات نه دي ورکړي.

ایساف ویلي، په دغو عملیاتو کې هغه مشکوک وسله وال په نښه شوي و، چې په لاره کې یې بمونه ښخول او ځواکونو یې ښایي سهوا دغه درې ملکیان وژلي وي.

په اعلامیه کې ایتلافي ځواکونو د دغې غمجنې پیښې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.


د مطلب کود: 50741

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/50741/ناټو-په-هلمند-کې-د-درې-ملکي-وګړو-پر-وژنې-خواشیني-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com