دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 50741
ناټو په هلمند کې د درې ملکي وګړو پر وژنې خواشیني څرګنده کړه
ناتو پرون د هغو درې ملکي وګړو پر وژنې خواشیني څرګنده کړه، چې د تیرې یکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیاتو په مهال وژل شوي و.

د هلمند چارواکو ویلي و، چې د ناتو په هوایي بمباری کې دوه هلکان او یوه نجلۍ وژل شوي و.

ناتو په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې دا پیښه د هوایي بمبارۍ له امله نه ده رامنځ ته شوې، خو په دې اړه یې چې دغه ملکیان په څه ډول وژل شوي، زیات جزیات نه دي ورکړي.

ایساف ویلي، په دغو عملیاتو کې هغه مشکوک وسله وال په نښه شوي و، چې په لاره کې یې بمونه ښخول او ځواکونو یې ښایي سهوا دغه درې ملکیان وژلي وي.

په اعلامیه کې ایتلافي ځواکونو د دغې غمجنې پیښې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezf8n.jh87ei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته