کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: نامعلومو وسله والو په مهمند دره کې په د یوې کورنۍ ۵غړي وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 عقرب 1391 ساعت 19:29


د ننګرهار چارواکي وایي، چې نامعلومو وسله والو د دغه ولایت په مهمند درې ولسوالۍ کې په یوه کور حمله کړې چې د دې کورنۍ پنځه غړي یې ووژل او یوه میرمن یې ټپی کړه.

د مهمند درې ولسوالۍ د امنیې قومندان محمد ابرار ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پیښه تیره شپه د دو بجو په شااوخوا کې د یادې ولسوالۍ د کوچیانو په کلي کې رامنځ ته شوه.

ابرار وایي، چې دغه پیښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې.


د مطلب کود: 51020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51020/ننګرهار-نامعلومو-وسله-والو-په-مهمند-دره-کې-د-یوې-کورنۍ-۵غړي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com