د ننګرهار چارواکي وایي، چې نامعلومو وسله والو د دغه ولایت په مهمند درې ولسوالۍ کې په یوه کور حمله کړې چې د دې کورنۍ پنځه غړي یې ووژل او یوه میرمن یې ټپی کړه.
د مهمند درې ولسوالۍ د امنیې قومندان محمد ابرار ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پیښه تیره شپه د دو بجو په شااوخوا کې د یادې ولسوالۍ د کوچیانو په کلي کې رامنځ ته شوه.
ابرار وایي، چې دغه پیښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)