کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سوک وهونکې حمید رحیمي خپل تانزانیایي سیال ته ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 عقرب 1391 ساعت 10:05


افغان سوک وهونکې حمید رحیمي تیره شپه په کابل کې له خپل تانزانیایي سیال سعید ایمبلوا څخه د سوک وهنې سیالي وګټله او په متوسط وزن کې د سوک وهنې نړېوال اتل شو.

رحیمي ښه لوبه وکړه او په اوم رونډ کې یې د خپل رقیب پر اوږو سخت ګذارونه وکړل، چې په نتیجه کې یې هغه تسلیم شو. 

د دغې مسابقې لپاره چې د لویې جرګې په خیمه کې ترسره شوه، شاوخوا دوه زره نندارچیان راټول شوي و.

دا په دیرشو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د سوک وهنې نړېواله لوبه په کابل کې ترسره کیږي.


د مطلب کود: 51390

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51390/افغان-سوک-وهونکې-حمید-رحیمي-خپل-تانزانیایي-سیال-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com