کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ظاهر قدیر له هغه پولیس سرتیري نه بخښنه وغوښته، چې د ده د ساتونکو له خوا وهل شوی و

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 قوس 1391 ساعت 16:12


د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر له هغه پولیس سرتیري څخه رسمي بخښنه وغوښتله چې د ده د ساتونکو له خوا وهل شوی و.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د حاجي ظاهر قدیر له خوا له بخښنې غوښتنې وروسته دوي د ده ساتونکې ازاد کړې دې.

څه موده وړاندې د قدیر ساتونکو وروسته له هغې د لسمې امنیتي حوزې سرتیري وواهه، چې له ځان وژونکي برید وروسته د امنیت ټینګولو لپاره سیمې ته استول شوی و.

دا اقدام وروسته له هغې کیږي، چې ولسمشر حامد کرزي د درې ګونو قواو له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې قانون ته د احترام په خاطرې دې له امنیتي ځواکونو سره د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي.


د مطلب کود: 53143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53143/ظاهر-قدیر-له-هغه-پولیس-سرتیري-نه-بخښنه-وغوښته-چې-د-ده-ساتونکو-خوا-وهل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com