دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 53143
ظاهر قدیر له هغه پولیس سرتیري نه بخښنه وغوښته، چې د ده د ساتونکو له خوا وهل شوی  و

د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر له هغه پولیس سرتیري څخه رسمي بخښنه وغوښتله چې د ده د ساتونکو له خوا وهل شوی و.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د حاجي ظاهر قدیر له خوا له بخښنې غوښتنې وروسته دوي د ده ساتونکې ازاد کړې دې.

څه موده وړاندې د قدیر ساتونکو وروسته له هغې د لسمې امنیتي حوزې سرتیري وواهه، چې له ځان وژونکي برید وروسته د امنیت ټینګولو لپاره سیمې ته استول شوی و.

دا اقدام وروسته له هغې کیږي، چې ولسمشر حامد کرزي د درې ګونو قواو له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې قانون ته د احترام په خاطرې دې له امنیتي ځواکونو سره د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsf0k.yt0so6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته