کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله وال طالبان وايي د دوی استازي به د سولې په اړه د پاریس غونډه کې ګډون کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 قوس 1391 ساعت 14:06


وسلوالو طالبانو تاييد کړه چې د دوى دوه استازي به په پاريس کې په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي، چې د افغانستان د سولې پر مسئله په کې خبرې کېږي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس ته ويلي؛ د دوى دوه استازي شهاب الدين دلاور او محمد نعيم به په دغو خبرو کې برخه واخلي.

دغه کنفرانس د يوې څېړنيزې ادارې په نوښت روانه مياشت د فرانسې په مرکز پاريس کې جوړېږي؛ چې د افغانستان سياسي اپوزيسيون او ځينو کارپوهانو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.


د مطلب کود: 53627

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53627/وسله-وال-طالبان-وايي-د-دوی-استازي-سولې-په-اړه-پاریس-غونډه-کې-ګډون-کوي

آوا
  https://www.avapress.com