کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د افغان مهاجرو د اوسیدو موده تمدید شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 قوس 1391 ساعت 13:26



په پاکستان کې د افغان مهاجرو د اوسیدو موده تمدید شوه.

د پاکستان حکومت وویل، د افغان مهاجرو د قانوني استوګنې موده به چې ټاکل شوې وه د ډسمبر په دیرشمه پای ته ورسیږي، شپږمیاشتې نوره اوږده شي.

حکومت وایي، ۱،۶ میلیون راجسترشوي او یومیلیون غیرراجسترشوي افغانان په پاکستان کې اوسي.

څیړونکي وایي، اکثره دغه افغان مهاجر د افغانستان تلو ته په دې زړه نه ښه کوي چې ویني تراوسه یې هیواد کې نا امني او بې وزلي زیاته ده.

د پاکستان حکومت ویلي چې په زور به افغانان له هیواده ونه باسي، خو دې ته یې هڅوي چې په خپله خوښه بیرته خپل وطن ته ستانه شي.





پنجشنبه ۲۳ قوس


د مطلب کود: 53917

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53917/په-پاکستان-کې-د-افغان-مهاجرو-اوسیدو-موده-تمدید-شوه

آوا
  https://www.avapress.com