کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ: د پاکستانه په ویشتل شوو توغندیو کې څلورو تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جدی 1391 ساعت 13:10


د کونړ چارواکي وایي، د پاکستان له خاورې په ویشتل شوو توغندیو کې څلورو تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو قومندان ولي خان نن ازادې راډيو ته وویل چې دغه توغندي تیر مازیګر د پاکستان له مومند اجنسۍ څخه په سرکاڼو ولسوالۍ ویشتل شوي دي.

ده وویل، چې په دې پیښه کې یوه ښځه وژل شوې او درې ماشومان ټپیان دي.

د کونړ د عامې روغتیا ریس ډاکټر فاروق سهاک وویل، چې دوي ته یواځې درې ټپي ماشومان ور وړل شوي دي.


د مطلب کود: 55371

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55371/کونړ-د-پاکستانه-په-ویشتل-شوو-توغندیو-کې-څلورو-تنو-تنه-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com