دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 55371
کونړ: د پاکستانه په ویشتل شوو توغندیو کې څلورو تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې
د کونړ چارواکي وایي، د پاکستان له خاورې په ویشتل شوو توغندیو کې څلورو تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو قومندان ولي خان نن ازادې راډيو ته وویل چې دغه توغندي تیر مازیګر د پاکستان له مومند اجنسۍ څخه په سرکاڼو ولسوالۍ ویشتل شوي دي.

ده وویل، چې په دې پیښه کې یوه ښځه وژل شوې او درې ماشومان ټپیان دي.

د کونړ د عامې روغتیا ریس ډاکټر فاروق سهاک وویل، چې دوي ته یواځې درې ټپي ماشومان ور وړل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizpaw.t1awy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته