کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې یو طالب قومندان او ۴ امنيتي کسان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جدی 1391 ساعت 14:30


په لغمان کې یو طالب قومندان او څلور امنيتي کسان په جلاجلا پيښو کې وژل شوي.

د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره شپه ناوخته شاوخوا دولس بجې د دې ولایت امنیتي ځواکونو د یوه کشفي راپور پر اساس ملا رفیق الله حق پرست، چې د سړک تر غاړو ماینونو او په ‍ مرموزو وژنو کې يي لاس درلود وژلی او خسر يي په سر ټپي شوی دی.

دا رنګه په دې پېښه کې د وسله والو په متقابلو ډزو کې د امنيتي ځواکونو یو سرتيری هم وژل شوی دی.

د یو بل خبر له مخې تیر ماښام د الینګار ولسوالۍ د چينچار پله په سیمه کې د ملي پولیسو پر یوه موټر د سړک ترغاړې ماین چاودلی، د لغمان د والي د ویاند سرحدي ځواک په خبره په دې پېښه کې درې تنه پولیس وژل شوي.

د یادو پيښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 56096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56096/په-لغمان-کې-یو-طالب-قومندان-او-۴-امنيتي-کسان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com