کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رییس حامد کرزي د تروریستانو په له منځه وړلو کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د مېړانې څخه ستاینه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 جدی 1391 ساعت 19:11


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس حامد کرزي په کابل ښار کې نن تروریستي برید په کلکه وغانده او د ترهګرو په له منځه وړو کې یې د هېواد د امنیتي ځواکونو د مېړانې او بیړني عمل ستاینه وکړه.
د ملي امنیت د ریاست د معلوماتو له مخې، نن یو ترهګر د یو تونس ډوله موټر په واسطه د کابل صدارت څلورلاري ته نږدې یو ځانمرګی برید ترسره کړ چې په نتیجه کې یې زموږ ۱ هېوادوال شهید او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.

د کابل د امنیه قوماندان، لوی پاسوال محمد ایوب سالنګي د څرګندونو له مخې پنځه نور تروریستان چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډک دوهم موټر هم والوزوي، د هېواد د بیدارو امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شول او د دوهمې چاودنې مخنیوی وشو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د دغه تروریستي برید په کلکه غندنه وکړه او د هېواد د امنیتي ځواکونو له مېړانې او فداکارۍ څخه، چې په کم وقت کې یې ترهګر له پښو وغورځول، د دوهمې چاودنې او زموږ د هېوادوالو د زیاتې مرګ ژوبلې مخنیوی یې وکړ، ستاینه وکړه.

حامد کرزي وویل چې ترهګر د دغه ډول نامردانه بریدونو په ترسره کولو نه یوازې خپلو موخو ته نه رسېږي، بلکې د هېواد د زړورو زامنو چې خپل خوږ ژوند یې د هېواد د امنیت د ټینګښت لپاره وقف کړی دی، د غاښ ماتونکي ځواب سره به مخ شي.
رییس جمهور حامد کرزي خپل د همدردۍ او تسلیت مراتب د شهید هېوادوال له کورنۍ سره شریکوي او د لوی خدای له دربار څخه د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 56554

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56554/جمهور-رییس-حامد-کرزي-د-تروریستانو-په-له-منځه-وړلو-کې-هېواد-امنیتي-ځواکونو-مېړانې-څخه-ستاینه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com