کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند د نادعلي په عملیاتو کې طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1391 ساعت 13:42


د هلمند چارواکي وایي، چې د نادعلي او مارجې ولسوالیو په باري دښته کې د افغان ځواکونو له خوا د تیرې ورځې راهیسې پوځي عملیات دوام لري.

د دې ولایت د والي ویاند ″احمد زیرک″ نن سهار ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې عملیاتو کې ۹ تنه وسله وال وژل شوي خو افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

نوموړی همداراز وايي، چې په یوې بلې پيښې کې هغه وسله وال نیول شوی دی چې د یوه نهه کلنې نجلۍ په وژنې تورن دی.

چارواکي وايي، نیول شوی کس له طالبانو سره اړیکې لري او یوه نجلې یې په ډزو وژلې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 56793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56793/د-هلمند-نادعلي-په-عملیاتو-کې-طالب-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com