دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 56793
د هلمند د نادعلي په عملیاتو کې طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند چارواکي وایي، چې د نادعلي او مارجې ولسوالیو په باري دښته کې د افغان ځواکونو له خوا د تیرې ورځې راهیسې پوځي عملیات دوام لري.

د دې ولایت د والي ویاند ″احمد زیرک″ نن سهار ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې عملیاتو کې ۹ تنه وسله وال وژل شوي خو افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

نوموړی همداراز وايي، چې په یوې بلې پيښې کې هغه وسله وال نیول شوی دی چې د یوه نهه کلنې نجلۍ په وژنې تورن دی.

چارواکي وايي، نیول شوی کس له طالبانو سره اړیکې لري او یوه نجلې یې په ډزو وژلې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxqnm.23n-wdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته