کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بخښنې نړېوال سازمان: ۱۷ افغانان په کابل او هرات کې په کمپونو کې د سړو له کبله مړه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1391 ساعت 16:52


د عفوې نړېوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل وايي، په افغانستان کې په تېرو څو ورځو کې د سړې هوا له وجې د یوولسو ماشومانو په ګډون د اولسو کسانو مړینه د سمدستي مرستو د رسولو اړتیا په ډاګه کوي.

دې سازمان په هغه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه ویلي، چې د اولس افغانان په کابل او هرات کې د کورنیو بېځایه شویو کډوالو په کمپونو او مېشت ځایونو کې د سړو له کبله مړه شوي.

راپور زیاتوي، چې د قربانیانو کورنیو او ټولنیزو فعالانو د افغانستان پر حکومت او نړیوالو مرستندویو ټولنو له دې وجې انتقاد کړی چې مرستې یې په سمه توګه او کافي اندازه نه دي وېشلي.

د عفوې په نړیوال سازمان کې د آسیا پسېفیک برخې مرستیالې پولي تروسکاټ Polly Truscott په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې افغانانو مړینه هغه تراژيدي ده چې مخنیوی یې کېدای شوای خو له بده مرغه په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو په کمپونو کې د دېره سګونه زره خلکو لپاره د ژمنیو مرستو په رسولو کې د بې نظمۍ نښه ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عفوې نړیوال سازمان او نورو خیریه ټولنو دا غوښتنه چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د تېرکال په څېر د خواشینوونکو مړینو د بیا پېښېدو مخنیوی وکړي.


د مطلب کود: 56989

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56989/د-بخښنې-نړېوال-سازمان-۱۷-افغانان-په-کابل-او-هرات-کې-کمپونو-سړو-له-کبله-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com