کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: په حصارک کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 دلو 1391 ساعت 16:39


د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې وسله واله نښته شوې او دوه تنه وسله وال وژل شوي.

د امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ د لیوني قبر په سیمه کې د دوی پر پوستو تر یوه ساعت پورې تعرضي بریدونه وکړل.

د نوموړي د معلوماتو له مخې وروسته د دوی ځواکونو ځوابي ډزې پرې کړي، چې په پایله کې يې دوه تنه وسله وال وژلي او د وسله والو طالبانو دوه پوستې يې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

خو وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ د پیښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 57522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57522/ننګرهار-په-حصارک-کې-د-افغان-ځواکونو-او-طالب-وسله-والو-ترمنځ-نښته-شوې

آوا
  https://www.avapress.com