دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۳۹
د مطلب کود : 57522
ننګرهار: په حصارک کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې وسله واله نښته شوې او دوه تنه وسله وال وژل شوي.

د امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ د لیوني قبر په سیمه کې د دوی پر پوستو تر یوه ساعت پورې تعرضي بریدونه وکړل.

د نوموړي د معلوماتو له مخې وروسته د دوی ځواکونو ځوابي ډزې پرې کړي، چې په پایله کې يې دوه تنه وسله وال وژلي او د وسله والو طالبانو دوه پوستې يې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

خو وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ د پیښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirwaw.t1ayr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته