کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راسموسن: د نړېوال اقتصادي بحران له امله د دفاعي بوديجو کميدل به د ناټو پر قوت ناوړه تاثير وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 دلو 1391 ساعت 20:32


د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن خبرداري ورکړ، چې د نړېوال اقتصادي بحران له امله د دفاعي بوديجو کميدل به د ناټو پر قوت ناوړه تاثير وکړي.

نن په بروکسل کې د ناټو د کلني رپوت د وړاندې کولو پر مهال خبرې غونډې ته راسموسن وويل، کله چې د ناټو غړي هيواودونه خپلې اقتصادي ستونزې هواروي نو امنيتي ګواښونه هغه مهال نه لرې کيږي:

« دا واقعيت دي چې د امنيت لپاره پکار دي چې ډير لګښت وشي، خو د بې امنيتي تاوان د منلو نه دي او يو تړون بايد پر دې حقيقت پوه شي»

راسموسن خبرداري ورکړ، که چيرته د ناټو دفاعي لګښت پرله پسې کم شي، نو د دغه تړون پوځي ظرفيت او سياسي باور به له خطر سره مخامخ شي.


د مطلب کود: 57715

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57715/راسموسن-د-نړېوال-اقتصادي-بحران-له-امله-دفاعي-بوديجو-کميدل-ناټو-پر-قوت-ناوړه-تاثير-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com