دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۳۲
د مطلب کود : 57715
راسموسن: د نړېوال اقتصادي بحران له امله د دفاعي بوديجو کميدل به د ناټو پر قوت ناوړه تاثير وکړي
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن خبرداري ورکړ، چې د نړېوال اقتصادي بحران له امله د دفاعي بوديجو کميدل به د ناټو پر قوت ناوړه تاثير وکړي.

نن په بروکسل کې د ناټو د کلني رپوت د وړاندې کولو پر مهال خبرې غونډې ته راسموسن وويل، کله چې د ناټو غړي هيواودونه خپلې اقتصادي ستونزې هواروي نو امنيتي ګواښونه هغه مهال نه لرې کيږي:

« دا واقعيت دي چې د امنيت لپاره پکار دي چې ډير لګښت وشي، خو د بې امنيتي تاوان د منلو نه دي او يو تړون بايد پر دې حقيقت پوه شي»

راسموسن خبرداري ورکړ، که چيرته د ناټو دفاعي لګښت پرله پسې کم شي، نو د دغه تړون پوځي ظرفيت او سياسي باور به له خطر سره مخامخ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpmqp.2bqms8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته