کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان غواړي له ناروې سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 دلو 1391 ساعت 22:32


په پام کې ده، چې افغانستان په نژدې راتلونکي کې له ناروې سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ چې ولسمشر حامد کرزی به د افغانستان، برتانیا او پاکستان له درې اړخیزې غونډې وروسته؛ چې په لندن کې جوړېږي، د دې سند د لاسلیک لپاره ناروې ته ولاړ شي.

د ښاغلي فیضي په وینا، د دې موافقې له مخې ناروې به له افغانستان سره په سیاسي او پرمختیايي برخو کې مرستې کوي.

ناروې په افغانستان کې شاوخوا سل پوځیان لري او ډېری مرستې یې په فاریاب ولایت کې په پرمختیايي پروژو کې کړي دي.


د مطلب کود: 57745

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57745/افغانستان-غواړي-له-ناروې-سره-د-ستراتیژیکو-همکاریو-سند-لاسلیک-کړي

آوا
  https://www.avapress.com