کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه وايي د افغانستان په زندانونو کې ماشومان شکنجه کیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 دلو 1391 ساعت 12:09


روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د بشري حقونو سازمانونو ته دې د افغانستان په زندانونو کې له بندي ماشومانو سره د کتنې زمينه برابره شي.
د بشري حقونو، ډيموکراسۍ او قانون د حاکميت لپاره د روسيې د بهرنيو چارو وزارت کمشنر، "کانستان تین دولګوف" د جمعې په ورځ دا مساله د خپل ټويټر پر پاڼه وليکله.
د اترتاس خبري اژانس په خواله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېته وايي؛ په افغانستان کې ګڼ ماشومان او تنکي ځوانان د امريکايي ځواکونو له په دارالتاديبونو کې ساتل کېږي.
دغه روسي چارواکي ادعا کړې، چې د افغانستان په زندانونو کې د ماشومانو د شکنجه کولو او بد چلند موارد زيات دي.

افغان حکومت په وار وار په زندانونو کې د ماشومانو د شکنجې او ځورونې راپورونه رد کړي دي.


د مطلب کود: 58283

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/58283/روسیه-وايي-د-افغانستان-په-زندانونو-کې-ماشومان-شکنجه-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com