دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 58283
روسیه وايي د افغانستان په زندانونو کې ماشومان شکنجه کیږي
روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د بشري حقونو سازمانونو ته دې د افغانستان په زندانونو کې له بندي ماشومانو سره د کتنې زمينه برابره شي.
د بشري حقونو، ډيموکراسۍ او قانون د حاکميت لپاره د روسيې د بهرنيو چارو وزارت کمشنر، "کانستان تین دولګوف" د جمعې په ورځ دا مساله د خپل ټويټر پر پاڼه وليکله.
د اترتاس خبري اژانس په خواله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېته وايي؛ په افغانستان کې ګڼ ماشومان او تنکي ځوانان د امريکايي ځواکونو له په دارالتاديبونو کې ساتل کېږي.
دغه روسي چارواکي ادعا کړې، چې د افغانستان په زندانونو کې د ماشومانو د شکنجه کولو او بد چلند موارد زيات دي.

افغان حکومت په وار وار په زندانونو کې د ماشومانو د شکنجې او ځورونې راپورونه رد کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsx0k.yt0jj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته