کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حیرتان بندر ښارګوټي یو شمېر اوسیدونکي: د نفتي موادو د زیرمو موجودیت مو ژوند ته ګواښ ګرځیدلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 دلو 1391 ساعت 19:21


د حیرتان بندر ښارګوټي یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې په چاپیریال کې یې د نفتي موادو د زیرمو موجودیت، ژوند له ګواښ سره مخ کړی.
هغوي وايي، د کورونو شاوخوا یې په لسګونه د نفتي موادو او اوبلنو ګازو ذخیرې جوړ شوي او د اور د لګیدو په صورت کې به دوي هم زیانمن شي.
دغه خلک له دولته غواړي، چې په دې ښارګوټي کې د هستګونې، تجارتي او د نفتي موادو د ذخیرې د سیمو ترمنځ باید فرق وشي څو هغوي په ارامه توګه خپل ژوند وکړي.
اخوا د حیرتان بندري ښارګوتي مسوولان وايي، چې هغوي په پام کې لري څو د حیرتانو د بندري ښارګوټي د اوسیدونکو لپاره د نفتي موادو له ذخیرو څخه په لسګونه کیلومتره لرې د هستوګنې ښارګوټی جوړ کړي.


د مطلب کود: 58701

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/58701/د-حیرتان-بندر-ښارګوټي-یو-شمېر-اوسیدونکي-نفتي-موادو-زیرمو-موجودیت-مو-ژوند-ته-ګواښ-ګرځیدلی

آوا
  https://www.avapress.com