دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۱
د مطلب کود : 58701
د حیرتان بندر ښارګوټي یو شمېر اوسیدونکي: د نفتي موادو د زیرمو موجودیت مو ژوند ته ګواښ ګرځیدلی
د حیرتان بندر ښارګوټي یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې په چاپیریال کې یې د نفتي موادو د زیرمو موجودیت، ژوند له ګواښ سره مخ کړی.
هغوي وايي، د کورونو شاوخوا یې په لسګونه د نفتي موادو او اوبلنو ګازو ذخیرې جوړ شوي او د اور د لګیدو په صورت کې به دوي هم زیانمن شي.
دغه خلک له دولته غواړي، چې په دې ښارګوټي کې د هستګونې، تجارتي او د نفتي موادو د ذخیرې د سیمو ترمنځ باید فرق وشي څو هغوي په ارامه توګه خپل ژوند وکړي.
اخوا د حیرتان بندري ښارګوتي مسوولان وايي، چې هغوي په پام کې لري څو د حیرتانو د بندري ښارګوټي د اوسیدونکو لپاره د نفتي موادو له ذخیرو څخه په لسګونه کیلومتره لرې د هستوګنې ښارګوټی جوړ کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizyaw.t1avu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته