کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب په خواجه سبز پوش کې یو قومي مشر د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 حوت 1391 ساعت 12:30


د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې یو قومي مشر له خپلې اینګور سره د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالحی معصومي ازادي راډيو ته وویل، چې دا کسان تیره ورځ د یادې ولسوالۍ په ګورزاد سیمه کې وژل شوي.
د فاریاب د ولایتي شورا مشر رحمت الله ترکستاني وایې، چې ښایي د دې قومي مشر وژنه سیاسي اړخ ولري.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې په هرات او فراه ولایتونو کې تیره ورځ دوو ښځو ځانونو ته اور اچولی.
د هرات او فراه سیمه ییز چارواکي وایي، چې دا ښځې تر اوسه ژوندۍ دي خو روغتیایي وضعې یې د اندیښنې وړ دي.
د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسول محمد رفیق شیر زي د دې ځان سوځونې علت کورنی تاوتریخوالی بللی دی.


د مطلب کود: 59045

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59045/د-فاریاب-په-خواجه-سبز-پوش-کې-یو-قومي-مشر-نامعلومو-وسله-والو-له-خوا-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com