په بغلان کې امنیتي مسوولان وایي، چې د لسګونه کيلوګارمه مخدره موادو د قاچاق په تور څلور تنه نیول شوي دي.
د دې ولایت امنیه قومندان جنرال اسدالله شیرزاد پرون خبریالانو ته وویل، چې دا کسان د امنیتي ځواکونو له خوا په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.
نوموړي وویل، چې په دې عملیاتو کې شپاړلس میله وسلې هم له قاچاق کوونکو څه ترلاسه شوي دي.
په یو بل خبر کې د میدان وردک امنیتي مسوولان وایي، چې نامعلومو وسله والو نن په دې ولایت کې يو ښوونکى وژلی دی.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي وويل، چې دا پېښه پرون سهار په سيد اباد ولسوالۍ کې شوې ده.
لا تر اوسه د دې پیښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.