کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډنفورډ: ښايي د ولسمشر کرزي وروستي څرګندونو موږ ته خطرونه ډېر کړي

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 25 حوت 1391 ساعت 12:11


د یوبل خبر له مخې د ناټو په مشرۍ آیسف ځواکونو تایید کړې چې؛ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان خپلو پوځیانو ته توصیه کړې ده چې؛ د افغان ولسمشر له څرګندونو وروسته د تشدد په پېښو کې زیاتوالي ته دې چمتو واوسي.

د جنرال جوزف ډنفورډ لیکلې توصیه نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره خپره کړه. ډنفورډ په خپل دې ایمېل کې امریکايي پوځیانو ته خبرداری ورکړی چې؛ ښايي د افغان ولسمشر څرګندونې د ځینو کسانو لپاره هڅوونکې شي او په نتیجه کې پر نړیوالو پوځیانو بریدونه وکړي.


د مطلب کود: 60668

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/60668/ډنفورډ-ښايي-د-ولسمشر-کرزي-وروستي-څرګندونو-موږ-ته-خطرونه-ډېر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com