کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سور صلیب: امنیتي ګواښونو د افغانستان نا امنو سیمو ته د مرستو رسول ټکنی کړی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حوت 1391 ساعت 10:47


په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې خبردارى ورکړ؛ چې امنيتي ګواښونو د افغانستان ناامنو سيمو ته د بشري موسسو لاسرسي محدود کړې ده.

د دې کمېټې وياند عبدالحسيب رحيمي ازادۍ راډيو ته وويل چې په وروستيو کلونو کې اکثره خيريه موسسې د همدغو امنيتي ګواښونو له کبله نه شي کولاى؛ خلکو ته چې په ناامنو سيمو کې ژوند کوي، خپلې مرستې ورسوي: د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر په وروستيو کې اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې به د مالي مرستندويانو د لېوالتيا د کمېدو او ناامنيو له کبله خيريه موسسو ته دا کار ګران شي چې اړو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.


د مطلب کود: 60698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/60698/سور-صلیب-امنیتي-ګواښونو-د-افغانستان-نا-امنو-سیمو-ته-مرستو-رسول-ټکنی-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com