دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 60698
سور صلیب: امنیتي ګواښونو د افغانستان نا امنو سیمو ته د مرستو رسول ټکنی کړی دی
په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې خبردارى ورکړ؛ چې امنيتي ګواښونو د افغانستان ناامنو سيمو ته د بشري موسسو لاسرسي محدود کړې ده.

د دې کمېټې وياند عبدالحسيب رحيمي ازادۍ راډيو ته وويل چې په وروستيو کلونو کې اکثره خيريه موسسې د همدغو امنيتي ګواښونو له کبله نه شي کولاى؛ خلکو ته چې په ناامنو سيمو کې ژوند کوي، خپلې مرستې ورسوي: د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر په وروستيو کې اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې به د مالي مرستندويانو د لېوالتيا د کمېدو او ناامنيو له کبله خيريه موسسو ته دا کار ګران شي چې اړو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7393.ak9zy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته