کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عربي اماراتو په مرسته په کابل کې د ماشومانو لپاره يو روغتون به ژر پرانیستل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 حمل 1392 ساعت 11:54


د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته په کابل کې د ماشومانو لپاره يو جوړ شوی روغتون به ژر پرانیستل شي.
د زايد په نوم د مور او ماشوم روغتون کابو څلور کاله پخوا د متحده عربي اماراتو په شل مليون درهمو جوړ شوي و، خو له دې کبله تراوسه پرانستل شوي نه دي چې مامورينو او ډاکترانو ته يې معاش نه درلود.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت کونسلر وويل، د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره له تېرو درو مياشتو راهيسي خبرې روانې دي څو د دغه روغتون د فعالولو لپاره مالي مرسته ترلاسه شي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اټکل کوي چې دا روغتون د يوه کال فعاليت لپاره څه باندې نهو مليون درهمو ته اړتيا لري خو دوي د لسو کلونو لپاره د مرستې غوښتونکي دي. 
سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 62324

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/62324/د-عربي-اماراتو-په-مرسته-کابل-کې-ماشومانو-لپاره-يو-روغتون-ژر-پرانیستل-شي

آوا
  https://www.avapress.com