کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له خوا د تورخم دروازې د بندېدو له امله ۴ تنه افغانان مړه شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 ثور 1392 ساعت 17:07


د ننګرهار په سرحدي بندر تورخم کې سرحدي ځواکونه وايي؛ چې د پاکستان له خوا د تورخم د دروازې د بندېدو له امله څلور تنه افغان ناروغان مړه شوي دي.
په تورخم کې د ختيځ د لومړي زون سرحدي پوليسو یوه مسوول سمونمل هدايت الله اوريا وويل ،چې پاکستانيو سرحدي ځواکونو نن سهار په اته نيمو بجو دروازه وتړله.
سمونمل اوريا وويل، چې د دروازې د بندېدو له امله څلور تنه سخت ناروغان، چې پېښور ته د درملنې لپاره وړل کېده،مړه شوي دي.
چارواکو نه دي ویلي چې، د تورخم دروازه ولې تړل شوې ده.
تېر کال هم څو څو وارې پاکستانيو ځواکونو دغه دروازه تړلې وه؛ چې له امله يې يو شمېر ناروغان او ماشومان مړه شوي وو.


د مطلب کود: 63992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/63992/د-پاکستان-له-خوا-تورخم-دروازې-بندېدو-امله-۴-تنه-افغانان-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com