دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 63992
د پاکستان له خوا د تورخم دروازې د بندېدو له امله ۴ تنه افغانان مړه شوي دي
د ننګرهار په سرحدي بندر تورخم کې سرحدي ځواکونه وايي؛ چې د پاکستان له خوا د تورخم د دروازې د بندېدو له امله څلور تنه افغان ناروغان مړه شوي دي.
په تورخم کې د ختيځ د لومړي زون سرحدي پوليسو یوه مسوول سمونمل هدايت الله اوريا وويل ،چې پاکستانيو سرحدي ځواکونو نن سهار په اته نيمو بجو دروازه وتړله.
سمونمل اوريا وويل، چې د دروازې د بندېدو له امله څلور تنه سخت ناروغان، چې پېښور ته د درملنې لپاره وړل کېده،مړه شوي دي.
چارواکو نه دي ویلي چې، د تورخم دروازه ولې تړل شوې ده.
تېر کال هم څو څو وارې پاکستانيو ځواکونو دغه دروازه تړلې وه؛ چې له امله يې يو شمېر ناروغان او ماشومان مړه شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxy93.ak9wy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته