کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان اماراتو ته په 161 منډو ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 ثور 1392 ساعت 16:49


تاند - د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې په مالیزیا کې د ایلیت جام په دوهمه سیالي کې نن متحده عربي اماراتو ته سخته ماتې ورکړه.
نن لوبه افغان لوبغاړو پیل کړه. دوی په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې. دا په داسي حال کې و چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي ول.
خو متحده عربي اماراتو یوازې ۸۵ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې په ۳۱ اور کې وسوځېدل.
د افغانستان لپاره نن حشمت الله شایدي ۹۲ منډې جوړې کړې او ترپایه ونه سوځېد. منګل ۵۵، شاهد الله ۳۶ او نثار احمدزي ۲۲ منډې جوړې کړې.

پرون د افغانستان ټیم سعودي عربستان ته په لسو ویکټونو ماتې ورکړې وه.


د مطلب کود: 64306

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/64306/افغانستان-اماراتو-ته-په-161-منډو-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com