دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 64306
افغانستان اماراتو ته په 161 منډو ماتې ورکړه
تاند - د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې په مالیزیا کې د ایلیت جام په دوهمه سیالي کې نن متحده عربي اماراتو ته سخته ماتې ورکړه.
نن لوبه افغان لوبغاړو پیل کړه. دوی په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې. دا په داسي حال کې و چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي ول.
خو متحده عربي اماراتو یوازې ۸۵ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې په ۳۱ اور کې وسوځېدل.
د افغانستان لپاره نن حشمت الله شایدي ۹۲ منډې جوړې کړې او ترپایه ونه سوځېد. منګل ۵۵، شاهد الله ۳۶ او نثار احمدزي ۲۲ منډې جوړې کړې.

پرون د افغانستان ټیم سعودي عربستان ته په لسو ویکټونو ماتې ورکړې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3w93.ak9tz4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته